په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازی ويتالي چورکين د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه په نيويارک کې مړ شو .
مسکو په نيويارک کې د خپل استازي مړينه تاييد کړې ده.
چورکين د ٢٠٠٦ کال راهيسې په ملگرو ملتونو کې د روسيې سفير و، تر اوسه يې د مرګ علت معلوم نه دی.
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د ويتالي چورکين په مړينه خپګان څرګند کړی او د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب يې څرګند کړي دي.
د چورکين د مړينې له کبله د نړۍ يو شمېر مشرانو هم خواشيني څرګنده کړې ده او هغه يې يو زړور ډيپلومات بللی.


