د ملي امنيت چارواکي وايي، ځواکونو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال لغمان کې دوه تنه وسله وال چې د انسان تښتونو په پېښو کې يې لاس درلوده نيولي دي.
د ملي امنيت له عمومي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې د لغمان مرکز مهترلام ښار کې دوه تنه طالبان، چې د حکومت ضد کړنو سربېره يې د انسان تښتونې په ګڼو پېښو کې لاس درلوده له وسلو سره يو ځای نيولي دي.
سرچينه وايي، نيول شوي وسله وال د ملا نوميالي په نامه د طالبانو يوه قوماندان مرکز مهترلام ته د ترهګريزو بريدونو او د يو شمېر اشخاصو د ترور لپاره استول شوي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د خپلو ملګرو د نيولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


