د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، هسکه مېنه کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د توپچي او هوايي بريدونو له کبله ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په چونګۍ سيمه کې د داعش وسله والو پر وړاندې د پيل کړو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او توپچي بريدونو له کبله ۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په يادو بريدونو کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بمبار کې ١٢ داعش وسله و ال وژل شوي دي.


