د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، استيناف محکمې د سپين جومات په قضيه کې د جوړوونکي شرکت د مسوول به ګډون درې تنه نور د نغدي جريمې سربېره په شپږ، شپږ مياشتو بند محکوم کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې د ننګرهار استيناف محکمې د مشر عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ د ياد جومات د جنايي مسلې د څېړنې موظف پلاوي په شتون کې د سپين جومات د جوړوونکي شرکت مشر له درېيو نورو تنو سره چې په جنايي مسايلو تورن وو، له ثبوتونو اوسنادو وروسته پر نغدي جريمې سربېره هر يو تن په شپږ، شپږ مياشتو بند محکوم شول.
نوموړی وايي، د ياد جومات د حقوقي موضوع د څېړنې لړۍ روانه ده او ژر به هغه کسان چې د سپين جومات په قضيه کې تورن دي پر وړاندې به يې قانون پلی شي.
د والي وياند دغه راز زياتوي، په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده، کولای شي چې د تميز غوښتنه وکړي.
د ننګرهار ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې د ښاري محکمې د عامه امنيت ابتدايه دېوان د ابتدايه علني غونډې په ترڅ کې د سپين جومات جوړوونکي شرکت مسوول فضل واحد ته په بېلابېلو قضيو کې د دوه کاله او اته مياشتو تنفيذي بند سزا ورکړې وه.


