د ننګرهار چارواکي وايي، که له پاکستان سره راپورته شوې ستونزه له ديپلوماتيکو لارو حل نه شي، نو هر ډول عکس العمل ته بشپړ چمتووالی لري.
د ننګرهار د والي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل او ګڼ شمېر ملکي او پوځي چارواکو تېره ورځ له لعلپورې ولسوالۍ او تورخم څخه ليدنه وکړه.
ګلاب منګل وويل، مرکزي حکومت له پاکستان سره د تازه راپورته شوې شخړې د حل په هدف په خبرو بوخت دی او دوی هيله مند دي، چې د تورخم لاره هم د خلکو پر مخ پرانيستل شي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل ډاډ ورکړ،چې د زيانمنو کورنيو سره به بشپړې مرستې ترسره شي.
نوموړي زياته کړه، له ډيورنډ کرښې سره پرتو سيمو کې کافي اندازه افغان سرحدي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د دښمن د هر خوځښت ځوابولو ته پوره چمتو دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، پر لعل پورې ولسوالۍ پرون هم د پاکستان له لوري د درنو وسلو ډزې شوي دي.
د پاکستان په سند ايالت کې د وروستۍ ځان وژونکې حملې وروسته د دې هېواد ځواکونو د ډيورنډ پر کرښه پر پرتو ولسواليو پر لهپسې د راکټونو او درنو وسلو ډزې کړي دي او دا لړۍ روانه ده.


