د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په هاشم خېلو کې د عملياتو پرمهال يو تن وژل شوی او څلور نور نيول شوي دي.
د خوږياڼو ولسوالۍ د هاشم خېلو د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستلو په شرط کليد ته وويل، چې تېره شپه د دوی په سيمه کې افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې يو يو تن د سيمې او سېدونکی وژلی او څلور تنه يې له ځانه سره وړي دي.
بل لور ته د ننګرهار ولايتي چارواکي په خوږياڼو کې د عملياتو ترسره کېدل تاييدوي، خو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
تر اوسه د حکومت وسله والو مخالفينو د افغان ځواکونو د ترسره کړو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


