ads

لغمان کې ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه په بادپښ ولسوالۍ کې پر يوه کور د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
2 کب 1395
لغمان کې ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه په بادپښ ولسوالۍ کې پر يوه کور د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله ۱۴ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې تېره شپه د باد پښ ولسوالۍ اړوند د مروت کڅ په سيمه کې نا معلومو کسانو د ملکي خلکو په يو کور دوه لاسي بمونه غورځولي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د کورنۍ لس کسان وژل شوي، چې مېرمنې او کوچنيان هم په کې شامل دي او څلور تنه نور يې ټپيان دي.
ځواک وايي، د ټپيانو له ډلې يې دوه تنه د مهترلام په روغتون کې او دوه نور يې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته د درملنې په موخه استول شوي دي.
نوموړی وايي، په سيمه کې افغان ځواکونو عمليات پيل کړي، ترڅو د دغې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
په لغمان کې دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې ډېر کله د ړندو مرميو او ورته پېښو له کبله په لسګونه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA