ads

عظيمي: عطا محمد نور يو ځل بيا د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی

عطا محمد نور ته ځينې نږدې کسان وايي، چې جمهور رييس غني د دويم ځل لپاره د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور د ټاکلو فرمان لاس ليک کړی دی.

نویسنده: TKG
2 کب 1395
عظيمي: عطا محمد نور يو ځل بيا د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی

عطا محمد نور ته ځينې نږدې کسان وايي، چې جمهور رييس غني د دويم ځل لپاره د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور د ټاکلو فرمان لاس ليک کړی دی.
د ولسي جرګې غړي او عطا محمد نور ته نږدي کس فرهاد عظيمي د يکشنبې په ورځ له کليد سره په خبرو کې تاييد کړه، چې جمهور رييس محمد اشرف غني، عطاء محمد نور يو ځل بيا د بلخ د والي په توګه ټاکلی دی.
دا چې عطا محمد نور به کله د بلخ د والي په توګه وپېژندل شي د فرهاد عظيمي په خبره، دا به په راتلونکو ورځو کې روښانه شي.
عطامحمد نور له ډېرې مودې راهيسې د بلخ د والي په توګه کار کړی، خو د نوې حکومت له جوړېدو سره، جمهور رييس اشرف غني، نوموړی د بلخ د سرپرست والي په توګه معرفي کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې عطا محمد نور له څو مياشتو راهيسې له جمهور رييس سره په خبرو اترو بوخت دی.
نور له ځينو رسينو سره په مرکو کې ويلي وو، تصميم لري، چې له ديارلسو کلونو وروسته، د بلخ له ولايته ګوښه شي او په کابل کې، سياسي فعاليتونو ته ادامه ورکوي.
خو فرهاد عظيمي وايي، چې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور ټاکل کېدل، پرمذاکراتو ناوړه اغېز نه کوي او د يوې مثبتې نتيجې په خاطر به دوام ومومي.
د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور د ټاکلو په اړه، جمهوري رياست او اجراييه رياست تراوسه جزيات نه دي ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA