ads

عطا محمد نور دويم ځل لپاره د بلخ والي وټاکل شو

جمهور رييس محمد اشرف غني د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په يوه فرمان کې د بلخ د والي په توګه وټاکه.

نویسنده: TKG
2 کب 1395
عطا محمد نور دويم ځل لپاره د بلخ والي وټاکل شو

جمهور رييس محمد اشرف غني د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په يوه فرمان کې د بلخ د والي په توګه وټاکه.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسفزاده کليد ته وويل، چې د عطامحمد نور د والي کېدو فرمان نن ماښام د جمهور رييس غني له لوري لاسليک شوی دی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي او عطا محمد نور ته نږدې کس فرهاد عظيمي د يکشنبې په ورځ له کليد سره په خبرو کې ويلي و، چې د عطا محمد نور د والي په توګه ټاکل کېدل له ارګ سره د خبرو له کبله نه بلکې د هغه د ښو کړنو او مذاکراتو له کبله هغه والي ټاکلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې عطا محمد نور له څو مياشتو راهيسې کورنيو او بهرنيو شخصيتونو سره د ناستو ترڅنګ، د جمعيت ګوند په استازيتوب له جمهوري رياست سره د نوي تفاهم په اړه ژورې خبرې پيل کړې وې.
نور د ملي يووالي حکومت له پيله تراوسه پورې د دغه ولايت د سرپرست والي په توګه دنده پرمخ وړه، خو تردې وړاندې نوموړى د ډېرو کلونو لپاره د دې ولايت والي پاتې شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA