افغان حکومت یو ځل بیا پاکستان ته څرګنده کړې چې که له افغانستان سره د ښو اړيکو هیله لري، نو خپله تګلاره دې بدله کړي او د هغو وسله والو ډلو له ملاتړه دې لاس واخلي، چې په افغانستان کې جګړه کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ويلي، له پاکستان سره يې اړيکې ښې نه دي او دا هر څه د اسلام اباد د غلطو سیاستونو له کبله دي.
نوموړي زیاته کړې، دوی ډېره هڅه وکړه چې له پاکستان سره ښې اړيکې ولري، خو پاکستان دغسې څه ونه غوښتل. ظاهراً په دغه څرګندونو کې د ښاغلي کرزي اشاره د ملي يووالي حکومت لومړیو اوونیو ته ده چې جمهور رييس اشرف غني وغوښتل پاکستان ته نېږدې شي او له دې لارې هڅه وکړي افغانستان کې جګړه کابو کړي.
اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتیا له پاکستاني چارواکو سره د کتنې په هدف اسلام اباد ته سفر وکړ او له هغه وروسته د پاکستان د پوځ مشر راحيل شریف هم کابل ته ګڼ سفرونه وکړل، خو له لږې مودې وروسته څرګنده شوه چې پاکستان په خپلو ژمنو کې رښتينی نه دی او هغه څه نه عملي کوي چې له افغان چارواکو سره په غونډو او کتنو کې پرې توافق کوي.
په اسلام اباد د کابل نیوکې هغه مهال لا توندې شوې چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د سولې څلور اړخيزې غونډې جوړې شوې او تـر وروسـتـیـو پـاکستان ونه توانېد یا یې هم ونه غوښتل چې دغو غونډو کې وسله وال طالبان هم ګډون وکړي.
له دې وروسته جمهور رييس پاکستان د خپلو ژمنو په عملي کولو کې په پاتې راتلو تورن کړ او د دغه غونډو له دوام سره یې پرېکون وکړ. دغه هېواد يې له ترهګرو په ملاتړ تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې نور د هغو ډلو له خوا چې پاکستان یې ملاتړ کوي د افغانانو وژنه نه شي زغملی.
غني وروسته په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال وویل چې له پاکستان پرته د سیمې ټول هیوادونه له افغانانو څخه د سولې په بهیر کې ملاتړ کوي. هغه له وارسا څخه تر راستنېدو وروسته وویل چې په افغانستان کې به د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه ونه مني: ((هر هغه څوک چې زموږ په امنیتي چارو کې لاس وهنه کوي او یاغي ډلې په غیږ کې نیسې، هغوی ته زموږ پیغام څرګند دی. دا ملت له تاسو څخه نفرت کوي. افغان ملت تر کومه وخته پورې چوپ پاتې شي، تر کومه یې اولادونه په لسم ریاست او نورو ځایونو کې ووژل شي.))
د پاکستان پر وړاندې د جمهور رييس غني دغه سیاست د افغان کارپوهانو له لوري هم ستایل شوی او ویل کېږي چې د کابل وروستي دريځ اسلام اباد له سخت نړیوال فشار سره مخ کړی دی. په ځانګړي ډول د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو احتمالي ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو په سیاسي محافلو کې هم تاوده بحثونه راوپارول او اوس هم دغه بحثونه دوام لري.
د تېر مېلادي کال د جولای په ۱۲مه د امريکا د سنا جرګې د بهرنیو اړيکو په کمېټه کې په افغانستان، عــراق او ملـګـرو ملتـونـو کــې د متـحـدو ایالتونو جمهوریت پلوي پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په ډاګه کړه، چې پاکستان د ترهګرو پلوي کوي.
نوموړي وویل، امریکا په دې باور ده، چې حقاني شبکه یوه ترهګـره ډلـه ده او پـه دې کـې هـم شک نشته، چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو سره تاریخي او ټینګې اړیکې لري.
زلمي خلیلزاد زیاته کړه؛ هغه ډلې چې له افغانستان سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې پرېکړه وکړي. د خلیلزاد په خبره، هغه افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي او د قانوني وکیلانو له لارې محکمې ته ورشي او له پاکستانه تاوان وغواړي.
خلیلزاد په ډاګه کړې، چې افغان حکومت باید اسناد او شواهد راټول کړي، ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته قناعت ورکړي، په لویدیځ کې خاص او عام ذهنیت قانع او د نړۍ هېوادونه خبر کړي، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا باید ورته کار وکړي او پر پاکستان پوځي او مالي مرستې بندې کړي. له پاکستان څخه باید دویمه شمالي کوریا جوړه او ګوښه کړل شي.
خلیلزاد زیاته کړه، اوس شرایط دې ته چمتو شوي دي چې دغه ډول ګامونه پورته شي.
له بل لوري د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خـدمـاتـو د کـمـیـتـې جـمـهوریـت پـلـوي ريـيـس جانمکېن هم ټینګار وکړ چې د پاکستان په خاوره کې د وسلوالو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پټن ځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ورکول ناشوني دي.
اوس اوس دغه ذهنیت د افغانستان د چارو امريکايي کارپوهانو ته هم لېږدېدلی او هغوی هم باوري شوي چې د افغانستان ستونزه له پاکستان څخه ده او تر هغې يې چې پاکستان کې غم ونه خوړل شي، افغانستان کې یې حل ناشونی دی.
بارنېټ ار روبېن د افغانستان چارو یو امريکايي څېړونکی دی، نوموړي کلونه کلونه د افغانستان په تړاو څېړنه کړې او کابل ته یې سفرونه هم کړي دي. نوموړی ټینګار کوي تر هغې چې پاکستان په افغانستان کې له لاسوهنې رانه وګرځول شي، تر هغې په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت ناشونی دی.
اوس تر ټولو مهمه دا چې امريکا کې یو ځل بیا جمهوریت غوښتونکي واک ته رسېدلي او تر دې وړاندې د امريکا په سنا جرګه کې د پاکستان ضد لابي هم تر ډېره جمهوریت پالو سناتورانو لکه زلمي خليلزاد او جان مکېن کړې ده، نو افغانستان ته په کار ده چې د بېلا بېلو چینلونو له لارې د پاکستان پر ضد خپله لابي ګړندۍ وساتي او نړیوال پر دې قانع کړي چې په افغانستان کې ټولې شته امنیتي ستونزې د پاکستان د ښکاره او مستقيمو لاسوهنو له کبله دي او تر هغې چې دغه بهیر دوام لري په افغانستان کې به د امريکا او نورو هېوادونو ګټې هم خوندي نه وي.


