د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله يې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولايت له امنيه قومندانۍ څخه کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ياده ترافيکي پېښه تېر مازديګر د ۴ بجو په شاوخوا کې د دې ولايت د مقر ولسوالۍ په کمپنۍ سيمه کې د يوه ۳۰۳ او ټيلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه وايي، چې په دغه پېښه کې د ۳۰۳ ډوله موټر دوه سپرلۍ وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲ تنه پکې ټپيان شوي دي.
د غزني امنيتي مسؤلين وايي، چې پېښه د ۳۰۳ ډوله موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
هاخوا په غزني کې د ملي اردو د دريمې لوا مطبوعاتي دفتر بيا وايي، چې په دغه ترافيکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډير ټپيان دي، چې ټپيان د ملي اردو سرتېرو له لوري د مقر ولسوالۍ روغتون او د ملي اردو کنډک ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
د يادوني وړ ده،چې د کابل ـ کندهار لويه لار د غزني ولايت په اړوندو کې ډيری مهال د سړک د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله د خونړيو ترافيکي پېښو شاهده وي.


