جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه يوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنيت لپاره ترسره کېږي.
جمهور رئيس غني د مونيخ امنيتي کنفرانس ته په وينا کې وويل، افغانستان د ۲۰ هغو ترهګرو ډلو سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې دی چې امريکا او ملګري ملتونه يې د تروريستي ډلو په توګه پېژني.
د هېواد جمهور رئيس وويل هېواد يې د خپلې ازادۍ لپاره نه بلکې د نړۍ د امنيت لپاره مبارزه کوي.
ښاغلي غني زياته کړه د افغانستان جنګ داخلي جنګ نه دی، بلکې دا تروريزم او د نشه يي توکو د قاچاقو پر ضد جنګ او د دواړو هېوادونو- پاکستان او افغانستان- ترمنځ نا اعلان شوی جنګ دی.
جمهور رئيس غني دا خبره هم وکړه چې د هلمند، کابل، کندهار او د پاکستان په سند کې د لعل شهباز قلندر په زيارت کې شويو بريدونو وښودله چې تروريستان ښه او بد نه لري.
جمهور رئيس غني د دغه کنفرانس په څنډو کې د امريکا د جمهور رئيس له مرستيال مايک پينس سره هم وليدل او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې وکړې.
د مونيخ په کنفرانس کې د نړۍ د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشرانو او د ۸۰ هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې.


