ads

سرتاج عزيز او حنيف اتمر په امنيتي حالاتو خبرې وکړې

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دې.

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1395
سرتاج عزيز او حنيف اتمر په امنيتي حالاتو خبرې وکړې

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره په يوه ټيليفوني اړيکه کې پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دې.
په کابل کې د پاکستان د سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړيکه کې سرتاج عزيز په ډاګه کړې، چې په پاکستان کې د وروستيو خونړيو پيښو له کبله ددغه هيواد ولس او حکومت سخت دردېلي دي.
سرتاج عزيز ويلي د وروستيو خونړيو بريدونو تر شاه د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې لاس و، چې د هغه په وينا، په افغانستان کې پټ شوي او له هغه ځايه د پاکستان پر ضد فعاليت کوي.
د يادونې وړ ده، چې په تيره يوه اونۍ کې د پاکستان په پنجاب، خيبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ايالتونو کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له کبله تر ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د پاکستان پر وروستيو پيښو خواشيني څرګنده کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA