ads

روسيې له پاکستان سره په سند کې د وروستۍ چاودنې له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين پرون د پاکستان له جمهور رئيس ممنون حسين سره په ټلېفوني خبرو کې د کراچۍ وروستی ځانمرګی بريد غندلی او له دغه هېواد سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1395
روسيې له پاکستان سره په سند کې د وروستۍ چاودنې له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين پرون د پاکستان له جمهور رئيس ممنون حسين سره په ټلېفوني خبرو کې د کراچۍ وروستی ځانمرګی بريد غندلی او له دغه هېواد سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د روسيې جمهور رئيس له ترهګرو سره په مبارزه کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی دی.
پوتين ټينګار کړی چې په ملکي وګړو بريدونه ورته د منلو نه دي او په دې برخه کې له پاکستان سره د خپل هېواد خواخوږي څرګندوي.
تر دې وړاندې امريکا او افغانستان هم په پاکستان کې وروستي ترهګريز بريدونه غندلي دي.
د پاکستان د سند ايالت اړوند د لال شهباز قلندر په زيارت کې د تيرې جمعې په ځانمرګي بريد کې ۹۲ کسان ووژل شول او له درې سوو زيات ټپيان شول.
د دغه بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA