د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان سره ټلېفوني خبرې کړې دي او له نوموړي يې غوښتي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بريدونو مخه ونيسي.