ads

د دويمې ورځې لپاره هم د ډيورنډ فرضي کرښې تړلې ده

نن دويمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښه تړلې او په تورخم، غلام خان او سپين بولدک بندرونو کې زرګونه کسان د کرښې دواړو غاړو ته د لارو خلاصېدو په تمه دي.

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1395
د دويمې ورځې لپاره هم د ډيورنډ فرضي کرښې تړلې ده

نن دويمه ورځ هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښه تړلې او په تورخم، غلام خان او سپين بولدک بندرونو کې زرګونه کسان د کرښې دواړو غاړو ته د لارو خلاصېدو په تمه دي.
په دې کسانو کې ډېری ناروغان هم شامل دي چې يا غواړي پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي او يا هم بېرته راستنېږي.
پاکستان پرون د دغه هېواد د سند ايالت په لال شهباز قلندر زيارت کې د چاودنې په غبرګون کې د ډيورنډ فرضي کرښه وتړله او ادعا يې وکړه چې دغه بريد د افغانستان له خاورې تنظيم شوی وو.
خو کابل د اسلام اباد په غبرګون کې ويلي چې د لارو په تړلو سره له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کېدای او ټينګار يې کړی چې بايد دواړه هېوادونه په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. د جمهور رييس مرستيال وياند شاحسين مرتضوي ويلي، داعش په افغانستان کې هم هغه ډول عام خلک وژني چې اوس يې پاکستان کې وژلي دي. د پاکستان په لال شهباز قلندر زيارت د بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.
له بل لوري د افغانستان د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د لارو د تړلو په اقدام نيوکه کړې او ټينګار يې کړی چې د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته يو ولس پروت دی او هغه څه چې پاکستان ترسره کوي ستونزې لا ډېرولی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA