ads

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر ننګرهار او کونړ د وروستيو توغندوييزو بريدونو په غبرګون کې د پاکستان سفير ابرار حسين احضار کړى دى.
د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزى لومړى د پاکستان په سند ښار کې پر وروستي ځانمرګي بريد غمرازي څرګنده کړه .

نویسنده: TKG
30 سلواغه 1395

هغه زياته کړې، افغانان چې د ترهګرۍ اصلي قربانيان دي پر يادې پېښې دريدلي دي او دا درد ښه درک کولى شي.
کرزي ويلي، افغانان هره ورځ ددې شاهد وي، چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې څخه بريدونه کېږي او هلته بريدونه تنظيميږي.
هغه له پاکستاني سفير څخه وغوښتل، چې په خپل هېواد کې د هغو ترهګرو پر ضد جدي اقدامات وکړي، چې د افغانستان پر ضد بريدونه پلانوي.
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان پر ختيځو ولايتونو د پاکستانيو ځواکونو لخوا د پيل شويو بريدونو سخته غندنه وکړه او ددې ددرولو غوښتنه يې وکړه.
دغه راز نوموړي په پاکستان کې د نيول شويو ١٥٠ افغانانو د خوشې کولو غوښتنه هم وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA