ads

د کندهارـ هرات پر لويه لار ترافيکي پېښې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، نن له غرمې وروسته يوه بجه د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ اړوند خشک سيمه کې يو ۳۰۳ موټر له سړک ووت او چپه شو چې له کبله يې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 سلواغه 1395
د کندهارـ هرات پر لويه لار ترافيکي پېښې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د کندهار هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له کبله ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، نن له غرمې وروسته يوه بجه د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ اړوند خشک سيمه کې يو ۳۰۳ موټر له سړک ووت او چپه شو چې له کبله يې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند د دغه موټر چې د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند دي د چپه کېدو علت د ډرېور بې احتياطي وبلله. د ځواک په خبره د پېښې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د ۳۰۳ موټرونو د ډرېورانو د بې پروايۍ له کبله دغه ډول ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو تر دې مهاله چارواکو د دغه ستونزې د حل لپاره د پام وړ څه نه دي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA