د کونړ په وټه پور کې د طوفان ۶۹ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې يې د طوفان ۶۹ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د ملي اردو په مشرۍ د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې له ملي، سيمه ييزو، عامه نظم او ملي امنيت سره يو ځای د طوفان ۶۹ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.