د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې يې د طوفان ۶۹ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د ملي اردو په مشرۍ د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې له ملي، سيمه ييزو، عامه نظم او ملي امنيت سره يو ځای د طوفان ۶۹ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، له يادو عملياتو يې موخه په سيمه کې د حکومت وسله والو له منځه وړل دي.
هغه زياتوي، عمليات يې په برياليتوب روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مامخ شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ملي اردو له لوري د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


