د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ۲۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپين او چونګۍ سيمو سره بېره د کوټ ولسوالۍ په سه پای کلي کې د روانو شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې يو داعش وسله وال ژوندی نيول شوی او ګڼ شمېر کلي له وسله والو پاک شوي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د امينتي چارواکو د معلوماتو له مخې شاهين پنځه ويشت عمليات شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري په ننګرهار کې د داعش ځپلو په موخه پيل شوي دي، چې تر دا مهاله يې تر لسو زيات کلي د داعش له شتونه پاک کړي دي.


