د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې په زندان کې د برېښنا د شارټۍ له کبله اورلګېدنه شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري کليد ته وويل، چې دغه اورلګېدنه ددغه زندان په لومړي بلاک کې رامنځته شوې ده.
د قادري په وينا په دغه اورلګېدنه کې چاته زيان نه دی اوښتی، خو مالي زيان يې اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اکثره دغه اورلګېدنې په ودانيو کې د معياري برېښنا سيسټم د نه درلودو له کبله رامنځته کېږي.


