ads

جمهور رييس غني د پاکستان په لاهور کې وروستی بريد وغنده

پاکستان د صدراعظم دفتر وايي، جمهور رييس محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم نوازشريف ته ټيليفون کړی او ورسره يې په لاهور کې د دوشنبې ورځې په تروريستي بريد کې پر رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې غمرازي ښکاره کړې ده.

نویسنده: TKG
27 سلواغه 1395
جمهور رييس غني د پاکستان په لاهور کې وروستی بريد وغنده

پاکستان د صدراعظم دفتر وايي، جمهور رييس محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم نوازشريف ته ټيليفون کړی او ورسره يې په لاهور کې د دوشنبې ورځې په تروريستي بريد کې پر رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې غمرازي ښکاره کړې ده.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر په يوه بيان کې ويل شوي، چې نوازشريف په دې ټيليفوني خبرو کې ترهګري شريک دښمن بللی او ټينګار يې کړی، چې دا ډول ناځوانمردانه بريدونه د دوی د عزم په وړاندې نه شي خنډ کېدای.
د پاکستان د صدراعظم دفتر د دې ټيليفوني خبرو په اړه نور جزيات نه‎ دي ورکړي.
د افغانستان جمهوري رياست تراوسه د جمهور رييس غني او د پاکستان د صدراعظم نوازشريف ترمنځ د دې ټيليفوني خبرو په اړه کومه تبصره نه‎ده کړې.
د دوشنبې ورځې ماښام په لاهور ښار کې د پنجاب اسمبلۍ څخه دباندې په يو ځان وژونکي بريد کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زيات نور ټپيان شوي وو.
په وژل شويو کې د پاکستاني پوليسو لوړ پوړي افسران هم شامل وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA