ads

کندهار کې صنعتکارانو او پانګه والو د کاربنديز خبرداری ورکړ

د کندهار صنعتکارانو او پانګه والو د برېښنا د نشتوالي له کبله خپلې فابريکې تړلي او ګواښ يې کړی، چې که دغه ولايت ته منظمه برېښنا ور نه کړل شي، نو لاريونونه به وکړي.

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1395
کندهار کې صنعتکارانو او پانګه والو د کاربنديز خبرداری ورکړ

د کندهار صنعتکارانو او پانګه والو د برېښنا د نشتوالي له کبله خپلې فابريکې تړلي او ګواښ يې کړی، چې که دغه ولايت ته منظمه برېښنا ور نه کړل شي، نو لاريونونه به وکړي.
هغوی وايي، چې دا مهال کندهار صنعتي پارک ته يوازې ۳ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، چې ډېره کمه او غير منظمه ده او له تېرو لسو ورځو راهيسې همدا برېښنا هم ورباندې درېدلې ده.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي نصر الله زهير وويل، له ولايتي او مرکزي ادارې څخه يې په وار وار د صنعتي پارک او کندهار ښار لپاره د برېښنا غوښتنه کړې، خو دا چې دغه کار نه دی شوی صنعتکاران مجبور دي خپلې فابريکې وتړي.
هغه زياته کړه، د سوداګرو او پانګه والو دنده ده، چې کار او پانګونه وکړي او حکومت ورته اسانتياوې برابرې کړي، خو حکومت دا کار نه دی کړی.
زهير وايي، که عالت همداسې دوام وکړي نو صنعتکاران نه شي کولای له پاکستان، ايران او نورو هېوادونو سره سيالي وکړي.
نوموړي وويل، چې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې يې په مرکز کابل کې له چارواکو سره شريکې کړي او هغوی ورسره د همکارۍ ژمنې کړي، خو تر اوسه يې يوه ژمنه هم عملي شوې نه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA