ads

ننګرهار کې ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ کې د شاهين ۲۵ عملياتو پر مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1395
ننګرهار کې ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ کې د شاهين ۲۵ عملياتو پر مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هسکې مېنې او کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شاهين ۲۵ پيل کړو عملياتو پرمهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له کبله ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور يې ټپيان دي.
نوموړی وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ په پاپين سيمه کې له داعش وسله والو سره د تړاو په تور ۹ تنه هم نيول شوي، چې اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
خوږياڼی زياتوي، د دغو عملياتو پرمهال يو شمېر ماينونه هم خنثی شوي او وژل شوي وسله وال ټول بهرني وګړي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA