ads

قهرمان: د هلمند په جګړه کې ايران او پاکستان ښکېل دي

د هلمند د جګړې اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان په هلمند کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تاييدوي، خو وايي، په هېواد کې د روانې جګړې او وژنو لاملين بهرنيان دي او همدا اوس هم ايرانيان او پاکستانيان د جګړو په ليکو کې حضور لري.

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1395

د ده په وينا په ټول افغانستان کې د بهرنيو استخباراتو جګړه روانه ده او ددې جګړې مرکز هلمند دی.
ده يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې راتلونکی پسرلی به د تمې پر خلاف جګړه کمه شي، ځکه ډېری وسله وال طالبان په دې پوهېدلي، چې جګړه يې پر سمه لاره نه ده.
قهرمان زياته کړې، وسله والو طالبانو د ايران او پاکستان په ملاتړ جګړې ته زور ورکړی دی او غواړي د خپلو ګټو د ساتلو لپاره هلمند او د هلمند شاوخوا سيمې ناامنه وساتي او وسله وال طالبان هم ددوی جنګېدونکي کسان دي.
دده په وينا د هلمند ناامني د ټول افغانستان د نا امنۍ په مانا ده او حکومت هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې امنيت ټينګ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA