د پاکستان په کوټه کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، تېر ماښام په کوټه کې يوه زوروره چاودنه شوې چې غږ يې د ښار په اکثرو برخو کې اورېدل شوی دی.
دا چاودنه هغه وخت وشوه، چې د بم د خنثی کولو ډلې پر سرياب سړک تر پله لاندې د ناڅرګندو کسانو له‎ خوا يو ښخ کړى بم شنډاوه، چې ناببره ورباندې وچاودېد.