ads

د پاکستان په کوټه کې چاودنې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وايي، تېر ماښام په کوټه کې يوه زوروره چاودنه شوې چې غږ يې د ښار په اکثرو برخو کې اورېدل شوی دی.
دا چاودنه هغه وخت وشوه، چې د بم د خنثی کولو ډلې پر سرياب سړک تر پله لاندې د ناڅرګندو کسانو له‎ خوا يو ښخ کړى بم شنډاوه، چې ناببره ورباندې وچاودېد.

نویسنده: TKG
26 سلواغه 1395

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه وايي، په دې چاودنه کې دوه بم شنډوونکي پوليس وژل شوي او ۱۵ تنه نور په‎کې ټپيان شوي دي.
په چاودنه کې ټپي کسان د کوټې سرکاري روغتون ته وړل شوي، چې لا هم تر درملنې لاندې دي.
د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله د دې ځاى پرځاى شوي بم چاودنه په کلکه وغندله.
د دې چاودنې مسووليت سني وسله‎والې ډلې لښکرجنګوي العالمي پر غاړه اخيستى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA