ads

ننګرهار کې ۸ تنه له داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د داعش وسله والو پر وړاندې يې د شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ګڼ شمېر سيمې له وسله والو پاکې کړي او ۸ تنه يې داعش سره د اړيکو په تور نيولي دي.

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1395
ننګرهار کې ۸ تنه له داعش سره د اړيکو په تور نيول شوي

ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، د داعش وسله والو پر وړاندې يې د شاهين ۲۵ عملياتو پرمهال ګڼ شمېر سيمې له وسله والو پاکې کړي او ۸ تنه يې داعش سره د اړيکو په تور نيولي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د ننګرهار په هسکه مېنه او کوټ ولسوالۍ کې د شاهين ۲۵ پيل کړو عملياتو پرمهال ګڼ شمېر کلي له وسله والو پاک کړي او ۸ تنه يې يادې ډلې سره د تړاو په تور نيولي دي.
فقيري زياتوي، د دغو عملياتو پر دوام يې يو شمېر ماينونه په هسکه مېنه کې کشف او له منځه وړي دي.
نوموړی وايي، عمليات يې په برياليتوب سره روان دي او تر اوسه له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA