ads

لغمان کې ۱۷۱ د ځمکو غاصبين څارنوالۍ ته معرفي شول

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې ۱۷۱ تنه د ښوونکو د ښار ګوټو د ځمکې غاصبين څارنوالۍ ته رسمي ور پېژندلي دي.

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1395
لغمان کې ۱۷۱ د ځمکو غاصبين څارنوالۍ ته معرفي شول

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې ۱۷۱ تنه د ښوونکو د ښار ګوټو د ځمکې غاصبين څارنوالۍ ته رسمي ور پېژندلي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې والي عبدالجبار نعيمي د يوه رسمي مکتوب پر بنسټ د لغمان استيناف څارنوالۍ ته د عدلي تعقيب په موخه د ۱۷۱ هغه کسانو نوملړ ور استولی، چې د مرکز په ګډون په الينګار، اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ کې يې د ښوونکو په ښارګوټو او د پوهنې رياست اړوند ملکيتونو کې يې غصب کړی دی.
نوموړی وايي، له مکتوب سره يو ځای د يادو ۱۷۱ کسانو بشپړ نوملړ، موقعيتونه او نور هغه اسناد، چې د پوهنې رياست له لوري ترتيب شوي وو، هم د لغمان استېناف څارنوالۍ ته استول شوي، تر څو ژر تر ژره د قانون په رڼا کې له دغو کسانو څېړنې پيل، قانون تطبيق او عدالت تامين شي.
د لغمان ولايتي چارواکي په داسې حال کې د ښوونکو د ځمکو غاصبين څارنوالۍ ته ور پېژني، چې پرون په قرغيو ولسوالۍ لسګونه ښوونکو دوی ته د استوګنې د نمرو نه ورکړې په غبر ګون کې کار بنديز اعلان کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA