د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پرون ناوخته د خيبر پښتونخوا قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان ته د خپل سفر په مهال د ترهګرۍ په وړاندې د خپلو ځواکونو سرښندنه وستايله او په دې برخه کې يې د کوټلو ګامونو د پورته كولو ژمنه وکړه.
جنرال باجوه په جنوبي وزيرستان کې د بيارغونې د کارونو يادونه هم وکړه او له قومي مشرانو څخه يې وغوښتل، ترڅو له پوځ سره په هر ډګر کې همکار واوسي.
د پاکستان د پوځ مشر يو ځل بيا د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ټينګ امنيت غوښتنه وکړه.
نوموړي جنوبي وزيرستان ته په داسې حال کې سفر کړى، چې پرون سهار وختي د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ نښته كې شاوخوا شل پاکستاني پوځيان ووژل شول.


