د پاکستان په زړه لاهور ښار کې د پنجاب اسامبلۍ مخې ته نن ماښام ځانمرګی بريد شوی.
رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دې بريد کې ۱۶ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زيات ټپيان دي.
ويل کيږي چې په وژل شويو کې د لاهور ښار د ترافيکو مشر او د پوليسو عملياتي قومندان هم شامل دي.
د پاکستان جيو نيوز تلوېزيون وايي، چې ټپيان ګنګارام روغتون او نورو نژدې روغتونونو ته انتقال شوي دي او وېره شته چې د وژل شويو کسانو شمېر نور هم زيات شي.
راپورونه وايي، چې ځينو سوداګرو د اسامبلۍ مخې ته احتجاج کړی و او د پوليسو مشران ورسره په خبرو بوخت وو چې يوه ځانمرګي بريدګر د موټر سايکل په وسيله بريد وکړ.
په دې پېښه کې د يوه خصوصي تلويزيون درې کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.
د پېښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

