د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له خپلو څلورو ملګرو سره يوځاى د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو.
د پکتيکا ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د برمل ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال پاچا، چې د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى او د طالبانو په ليکو کې د فريادي ټني په نوم مشهور و، د برمل په منګړتي سيمه کې د سلواغې مياشتې په ۲۳ مه نېټه د شپې مهال د بې پيلوټه الوتكې بريد کې وژل شوى دى.
سرچينه زياتوي، نوموړي په يو شمېر ورانکارو کړنو او د سيمې د خلکو په وژنه کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


