ads

افغان چارواكو هلمند کې د ملکيانو وژنه تاييد کړه

افغان چارواکو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د تېرې جمعې شپې په بمبارۍ کې د دوو کورنيو د ۲۲ غړيو وژنه تاييد کړه.

نویسنده: TKG
25 سلواغه 1395
افغان چارواكو هلمند کې د ملکيانو وژنه تاييد کړه

افغان چارواکو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د تېرې جمعې شپې په بمبارۍ کې د دوو کورنيو د ۲۲ غړيو وژنه تاييد کړه.
افغان او امريکايي ځواكونو په ياده شپه د سنګين پر درېيو کليو بمباري وکړه او ويې ويل، هغه کلي يې ويشتي، چې وسله وال طالبان په کې ځاى پر ځاى وو او پر افغان ځواکونو يې ډزې کولې.
خو كله چې د سيمې مشرانو په بريدونو كې د ملکيانو د وژل كېدو خبره وكړه، د هلمند چارواکو د هغوى ادعا رد کړه.
اوس د هلمند د امنيتي چارو لپاره د جمهور رييس استازى عبدالجبار قهرمان تاييدوي، چې په بريدونو کې ۲۲ ملکيان وژل شوي دي. قهرمان وويل، په وژل شويو ملکيانو کې ۱۳ تنه د يوې کورنۍ او ۹ تنه د بلې كورنۍ غړي دي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر (يوناما) وايي، د دوى پلټنې ښيي، چې په سنګين كې د افغان او بهرنيو ځواکونو عملياتو كې ۱۸ ولسي افغانان وژل شوي دي.
يوناما په هلمند کې د ملکي خلکو پر وژنې اندېښنه ښودلې.
بلخوا د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د بهرنيو ځواکونو په يوه بل هوايي بريد کې، چې د يكشنبې په شپه ترسره شوی، د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA