ads

پاکستان د جلال اباد په کونسلګرۍ کې د فساد او درغلۍ تورونه رد کړل

په کابل کې د پاکستان سفارت د جلال اباد په کونسلګرۍ کې د هر ډول فساد او درغلۍ تورونه رد کړل.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
پاکستان د جلال اباد په کونسلګرۍ کې د فساد او درغلۍ تورونه رد کړل

په کابل کې د پاکستان سفارت د جلال اباد په کونسلګرۍ کې د هر ډول فساد او درغلۍ تورونه رد کړل.
د پاکستان سفارت مطبوعاتي مسوول اختر منير له کليد سره په خبرو کې وويل، د جلال اباد کونسلګرۍ کې د فساد مخنيوی د افغان امنيتي او کشفي ادارو دنده ده، چې په دې برخه کې کمېشنکاران مشخص او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
اختر منير د وېزو په برخه کې د تېر په څېر د لا همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې هره ورځ زرګونه افغانانو ته وېزې لګوي.
نوموړی وايي، چې دوی په کابل کې د خپل سفارت او د هېواد د څلورو کونسلګريو څخه شاوخوا څلور زره وېزې ور کوي.
په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د کونسلګرۍ په کار کوونکو تور پورې کړ، چې ګواکې دوی په دې برخه کې مرسته نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA