ads

پاكستان د هند د اټومي او توغندويي پراختيا په اړه اندېښنه وښوده

پاکستان يو ځل بيا د هند د اټومي او توغندويي پراختيا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز پرون په کراچۍ کې د سمندري امنيت په يوه غونډه کې وويل، چې هند په عرب سمندرګي کې پاروونکي ګامونه اخيستي دي.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395

سرتاج عزيز زياته کړه، په همدې هدف يې څو مياشتې وړاندې د پاکستان سمندري حدودو ته يو استخباراتي اوبتل هم استولى و، چې د دوى د ځواکونو د خطر له زنګونو وروسته په شا شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا هم هند تورن کړ، چې ګواکې د پټو اټومي زېرمو لپاره يې کار پيل کړى، خو هند دا تور رد كړى دى.
په ورته وخت کې په هندي کشمير کې له څو ورځو راهيسې له قهره ډک لاريونونه روان دي، چې په ځينو سيمو کې کار بنديز هم اعلان شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA