ads

نورستان کې د دوه مينانو قاتلين لا هم نه دي نيول شوي

د نورستان سيمه ييز چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې د يوه هلک او نجلۍ قاتلين لا هم نه دي نيول شوي.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
نورستان کې د دوه مينانو قاتلين لا هم نه دي نيول شوي

د نورستان سيمه ييز چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې د يوه هلک او نجلۍ قاتلين لا هم نه دي نيول شوي.
د نورستان د ولايتي شورا منشي عزيز الله غيور له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دوه ورځې وړاندې په واما ولسوالۍ کې يو هلک او نجلۍ په خپله خوښه له کورنۍ پټ د تېښتې په حال کې نيول شوي، چې وروسته بيا په عام محضر کې دواړه د کورنۍ د غړو له لوري وژل شوي دي.
د ولايتي شورا دغه غړی وايي، دوی له ولايتي ادارې سره د يادې قضيې د اصلي عاملينو د نيولو مسله شريکه کړې، خو تر اوسه يې لا هم قاتلين نه دي نيول شوي.
هغه زياتوي، ياده سيمه له مرکزه لرې ده او تر ډېره هلته ورته پېښې د قومي منځګړيتوب له مخې حلېږي.
په نورستان ولايت کې دا پېښه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډېر کله په لرو پرتو ولسواليو کې خلک شکايت کوي، چې دولت د جرم له ترسره کېدو وړاندې او وروسته مخنيوی نه شي کولای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA