د ملي اردو چارواکي وايي، د داعش وسله والو ځپلو په موخه يې د شفق عملياتو څلورم پړاو پر دوام د شاهين ۲۵ ګډ هوايي او ځمکني چاڼيز عمليات پيل کړل.
دغه خبرې نن په جلال اباد ښار کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول، د ولايت او امنيې قومندانۍ له وياندويانو سره يو ځای د يوه خبرې کنفرانس پرمهال وکړې.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي ددغه خبرې کنفرانس پرمهال وويل، چې د ولسونو له ځلونو غوښتنو وروسته يې په هغو سيمو کې چې له دې وړاندې په کې داعش وسله وال ځپل شوي وو، يو ځل بيا له پسرلي وړاندې د شفق څلورم پړاو د پلې کېدو په موخه د شاهين ۲۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول.
نوموړی وايي، پيل کړي عمليات له تېرو هغو عملياتو سره توپير لري، چې له تصفيې وروسته به د سيمې خلک د پاڅون والو په چوکاټ کې تجهيز شي.
په ورته وخت کې بيا په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري وايي، دوی ياد عمليات په کوټ او هسکه مېنه کې پيل کړي، چې پرمهال به يې داعش سخت وځپل شي.
فقيري وايي، په دغو عملياتو کې ورسره بهرني ځواکونه هم ملتيا کوي، چې پرمهال به يې پلان شوې سيمې له داعش وسله والو پاکې کړي.
په ننګرهار کې داځل د داعش وسله والو د ځپلو په موخه دا چاڼيز عمليات په داسې حال کې پيل شوي، چې د يو شمېر عامو وګړو په اند که چېرته امنيتي مسوولين د تصفيه کړو سيمو د ساتنې کوم پلان ونه لري، نو شونې به نه وي، چې پيل کړي شاهين ۲۵ عمليات دې هم بريالي شي.


