لويې څارنوالۍ د شكنجې له عاملينو سره پر قانوني چلند ټينګار وکړ

لويه څارنوالي خبردارى وركوي، چې د زندانيانو د شكنجې له عاملينو سره به په جدي توګه قانوني چلند وشي.
د هېواد لوى څارنوال محمد فريد حميدي نن په كابل كې د بشري حقونو او پوليسو په نوم جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دوى به د شكنجو له عاملينو پوښتنې ګروېږنې وكړي.