ads

لويې څارنوالۍ د شكنجې له عاملينو سره پر قانوني چلند ټينګار وکړ

لويه څارنوالي خبردارى وركوي، چې د زندانيانو د شكنجې له عاملينو سره به په جدي توګه قانوني چلند وشي.
د هېواد لوى څارنوال محمد فريد حميدي نن په كابل كې د بشري حقونو او پوليسو په نوم جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دوى به د شكنجو له عاملينو پوښتنې ګروېږنې وكړي.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395

نوموړي ټينګار وكړ، چې لويه څارنوالي د شكنجې پديدې په وړاندې حساسه ده او په خبره يې، پوليس د شكمنو، تورنو او زنداني كسانو د شكنجې حق نه لري.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يو رپوټ په خپرولو سره د حكومت تر كنټرول لاندې زندانونو كې د شكنجې د شتون خبره كړې وه.
د دې كمېسيون په رپوټ كې، چې تېر كال يې خپور كړ راغلي، كه څه هم په افغانستان كې په وروستيو كلونو كې د شكنجې پېښې كمې شوي، خو بيا هم ځينې زندانيان د پوليسو او ملي امنيت ځواكونو له لوري شكنجه كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA