ads

لغمان کې د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
لغمان کې د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې يې د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لومړۍ پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو، عامه نظم او ملي امنيت سره په ګډه د الماس ۳۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، له يادو عملياتو يې موخه په سيمه کې د حکومت ضد وسله والو د فعاليتونو څخه د سيمې پاکول دي.
تر اوسه پورې د حکومت وسله والو مخالفينو د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA