د كاپيسا په تګاب ولسوالۍ كې د واليبال لوبه کې د ځوانانو د شخړې له كبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه تېر مازيګر د يادې ولسوالۍ په ميره خېلو سيمه كې رامنځته شوې ده.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې، چې په ترڅ كې يې د يوې کورنۍ درې تنه وژل شوي او يو بل تن ټپي دى.
يوسفزي زياته كړه، ياده سيمه د حکومت د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ده او په ډېرو کورونو کې يې غير قانوني وسلې موجودې دي، چې اوسېدونكي يې ډېرى مهال تر لفظي شخړو وروسته د همدې وسلو له لارې جنايي پېښې رامنځته کوي.
د نوموړي په وينا، ډېر ژر به په دغه سيمه کې ځانګړي عمليات پيل شي.
د يادونې وړ ده، چې په روان کال کې د تګاب د ځوانانو د سپورټ څانګې امر هم د حکومت د وسله والو مخالفينو له خوا په يو کمين کې ووژل شو.ﺉ


