د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې ملي لوبغاړي محمد نبي دويم مقام خپل کړى دى.
دغې شورا نوې درجه بندي د جنوبي افريقا او سريلانکا ترمنځ د كركټ د پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو د لړۍ په پاى کې پرون خپره کړې ده.
د کرکټ نړيوالې شورا له لوري خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د اسټراليا ډېوېډ وارنر په توپوهنه کې او د جنوبي افريقا عمران طاهر په توپ اچونه کې لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
د يادې شورا د معلوماتو له مخې، د يو ورځني کرکټ د ال راونډرانو (چې توپوهنه او توپ اچونه دواړه کولى شي) په کټګورۍ کې د بنګله دېش شکېب الحسن لومړى او افغان لوبغاړي محمد نبي دويم مقام خپل کړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې شکېب الحسن په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې٣٧٧ او محمد نبي ٣٣١ نومرې لري .
دا د کرکټ په نړيوالو درجه بنديو کې د کوم افغان لوبغاړي تر ټولو لوى مقام دى، تر دې مخکې محمد نبي د ال راونډرانو په کټګورۍ کې درېيم مقام خپل کړى و، هغه د توپ اچونې برخه کې د نړۍ لسم غوره توپ اچوونکى دى.


