د سره صليب نړيوالې کمېټې د تښتول شويو كاركوونكو د پيدا كولو هڅې روانې دي

په كابل كې د سره صليب نړيوالې کمېټې مسوولين وايي، تراوسه يې د دوو كاركوونكو د برخليك په اړه، چې تېره اونۍ د جوزجان ولايت په قوش تېپه ولسوالۍكې تښتول شوي، معلومات نشته.