ads

د افغان كډوالو په اړه اسلام اباد كې کې غونډه جوړېږي

ټاكل شوې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو لرې کولو لپاره د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون درې ‌اړخيزه غونډه جوړه شي.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
د افغان كډوالو په اړه اسلام اباد كې کې غونډه جوړېږي

ټاكل شوې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو لرې کولو لپاره د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون درې ‌اړخيزه غونډه جوړه شي.
د كډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان كډوالو په ځانګړې توګه د هغو کسانو د بېرته راستنېدو څرنګوالى وڅېړل شي، چې له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې مېشت دي.
د مياخېل په خبره، د دوى د اټکل له مخې ښايي په ۲۰۱۷ کال کې له يو ميليون څخه زيات افغان كډوال له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي.
نوموړى زياتوي، افغان حکومت هڅه کوي، چې په پاکستان کې د افغان كډوالو د پاتې کېدو موده نوره هم وغځول شي، ترڅو په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته په تدريجي او داوطلبانه توګه خپل هېواد ته د ستنېدو زمينه برابره شي.
تېر ميلادي کال کې افغانستان ته د څه باندې يو ميليون افغان كډوالو راستنېدو او د جګړو او ناامنيو له كبله په کور دننه د شاوخوا يو ميليون بې‌ځايه شويو كسانو موجوديت، افغان حکومت او نړيواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA