ads

د اروزګان او هلمند بې ځایه شوي په خېمو کې ژوند کوي

د اروزګان او هلمند له جګړو کندهار ته تښتېدلې کورنۍ د سرپناه له نشت سر ټکوي او وايي، تر شنه اسمان لاندې یا هم خېمو کې ژوند تېروي. د لومړنیو شمېرو له مخې له دغو دوو ولایتونو کندهار ته ۲۰زره کورنۍ بې ځایه شوي دي او اوس مهال په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
د اروزګان او هلمند بې ځایه شوي په خېمو کې ژوند کوي

د اروزګان او هلمند له جګړو کندهار ته تښتېدلې کورنۍ د سرپناه له نشت سر ټکوي او وايي، تر شنه اسمان لاندې یا هم خېمو کې ژوند تېروي. د لومړنیو شمېرو له مخې له دغو دوو ولایتونو کندهار ته ۲۰زره کورنۍ بې ځایه شوي دي او اوس مهال په سختو شرایطو کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.
دا بې ځایه شوې کورنۍ وايي، کور او کالي ترې پاتې شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي، په داسې حال کې چې یخني ډېره شوې او بارانونه او واوره هم دوام لري، له مجبورې ورځې اړ دي چې خېمو کې ژوند غوره کړي.
له اروزګان کندهار ته یوه ستنه شوې مېرمن وايي، خاوند یې عصبي ناروغي لري، اقتصادي وضعیت یې هومره کړکېچن دی، چې د ماښام د ډوډۍ لپاره هم فکرونو په سر اخیستې چې له کومه يې کړي: ((هېڅ شی هم نه لرو، اوس چې د جنګ له کبله کور کې هم ارام نه یو، څه ډول به دلته بل ولایت کې ګذاره کوو.))
له اروزګان کندهار ته یوې بلې بې ځایه شوې مېرمن کلید ته وویل، دوه زامن یې لرل چې دواړه ووژل شول، اوس د ګټې وټې سړی نه لري او دا چې اوس په خپل کور او ځای کې هم نه دي، نه پوهېږي څه ډول ژوند وکړي: ((غريبان یو د جګړو له کبله مو له کوره هېڅ شی هم نه دي راوړي، دوه لمسیان او یو نږور راپاتې دي.))
د دې ترڅنګ له هلمند څخه یو بې ځایه شوی وايي، د جګړې له کبله ترې خپل ولایت پاتې شوی او له دولت غوښتنه کوي چې د دوی په ولایت کې امنیت راولي، چې بېرته خپل ځای ته ستانه شي او هلته ارام ژوند وکړي: ((که حکومت امنیت راولي، دلته به څه کوو چې پردیو کنډوالو کې پراته یو.)) ويل کېدل چې ښايي د دغه کډوالو بې ځایه کېدل لنډمهالي وي او تر څو اونیو د اروزګان او د هلمند د مرکزي سيمو جګړې پای ته ورسېږي، خو اوس مهال دغه جګړې اوږدې شوې او دا بې ځایه شوې کورنۍ اړې شوې دي، چې کندهار کې پاتې شي.
که څه هم د دغه بې ځایه شوو ځینې وايي چې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې او ځینې بیا وايي، که مرسته ورسره شوې هم خورا لږ وه او د دوی د کوم درد دوا نه شوه، خو د کندهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې ريیس مسعود پښتون وايي، تر دې مهاله يې له ۸ زرو کورنيو سره مرستې کړې دي، چې د نغدو پيسو تر څنګ خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي: ((تر اوسه مو له ۸زرو کورنیو سره مرسته کړې، ۳زره ۸۶۴ کورنۍ دننه په ښار کې دي، چې د بېلا بېلو موسسو له لوري ورسره مرسته شوې ده، دغه راز له ۵۰۹ کورنیو سره مونږ د خپل ریاست له لارې مرسته کړې ده.))
پښتون زیاتوي، له ۲زره او ۵سوه نورو بې وزله کورنیو سره چې له تېرو دوو یا پنځو او یا لسو کلونو راپه دې خوا له اروزګان او هلمند کندهار ته تللې دي او بې وزله دي مرستې شوې دي او دغه راز له ۷ سوو نورو کورنیو سره هم، د ژمنیو وسایلو پر ځای د نغدو پیسو مرسته شوې ده.
له اروزګان او هلمند کندهار ته بې ځايه شوې کورنۍ له دولت هیله لري، چې ژر تر ژره یې په خپلو ولایتونو او سيمو کې امنیت ټینګ کړي، چې وکولای شي هلته لاړ شي او خپل ارام ژوند ته دوام ورکړي.
د یادولو ده، له هغه وروسته چې روان کال په هلمند او اروزګان ولایت کې جګړو زور واخیست، په کندهار کې د کورونو کرايې هم ورسره لوړې شوې دي او په اسانۍ څوک نه شي کولای کور په کرايه ونيسي له همدې کبله ډېری دغه کورنۍ اړې شوې دي په همدې ژمي کې په خېمو کې ژوند ته دوام ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA