جمهور رييس محمد اشرف غني او پخواني جمهور رييس حامد كرزي په هلمند ولايت كې پرونى ځانمرګى بريد غندلى دى.
پرون شاوخوا دوه نيمې بجې په لښکرګاه ښار کې نوي کابل بانک ته نږدې ځانمرګى بريد وشو، چې د هلمند د والي وياند عمر ځواک په خبره، په دې بريد كې اووه تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
نوموړى وايي، چې په وژل شويو او ټپيانو كې امنيتي سرتېري او ملګي وګړي دواړه شامل دي.
جمهور رييس غني د دغه ځانمرګي بريد د غندلو په مهال ويلي، د افغانستان دښمنان بايد پوه شي، چې د دې ډول وحشيانه او تروريستي بريدونو په ترسره کولو هېڅ وخت خپلو شومو هدفونو ته نه شي رسېدلى او نه به هم د پرمختللي او سوکاله هېواد لرلو لپاره د افغانانو د ادارې مخه ونيسي.
په ورته وخت كې پخواني جمهور رييس حامد کرزي د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو هوايي بريدونه او په لښکرګاه کې ځانمرګى بريد غندلى دى.
د هغه په وينا، انسان وژنه چې په هر نوم وي، د ټولو بشري او اسلامي اصولو او موازينو ضد عمل دى. کرزى په هېواد کې روانه جګړه د پردو د مفاداتو جګړه بولي او زياتوي، چې افغانان د دې پردۍ او تپل شوې جګړې قربانيان دي.
په لښكرګاه كې د ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی.


