ads

تګاب کې د سړې هوا له ګبله درېدلي عمليات بيا پيل شول

د کاپيسا سيمه ييز چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې د يخې هوا له کبله درېدلي عمليات بيا پيل کړل.

نویسنده: TKG
24 سلواغه 1395
تګاب کې د سړې هوا له ګبله درېدلي عمليات بيا پيل شول

سيمه ييز چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د يخې هوا له کبله درېدلي عمليات بيا پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې د يخې هوا له کبله د دوی عمليات د تګاب په يو شمېر سيمو کې ځنډېدلي وو، چې اوس مهال دويم ځل لپاره بېرته پيل شوي او د وسله والو څخه به هغه سيمې هم پاکې کړي، چې دوی په کې فعاليت لري.
د فقيري په وينا، د تګاب په ځينو سيمو او غرنيو لمنو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو د مخنيوي په هدف يې د سيمه ييزو پوليسو د جذبېدو لړۍ هم پيل کړې ده، چې يو شمېر کسان په کې په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړی زياتوي، د تګاب ۲۷ کلي، چې د څو کلونو راهيسې د حکومت د وسله والو مخالفينو په واک کې وو اوسمهال د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا په ناامنو سيمو کې د غبار ۷ په نوم ځانګړي عمليات هم پيل شوي، چې تر دې مهاله روان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA