ads

پاکستان کې د کيښتۍ د ډوبېدو له کبله لس تنه ورک شوي

د پاکستان د سند ايالت په لاړکانه کې يوه کښتۍ په سيند کې ډوبه شوې، چې له كبله يې لس تنه تري تم دي.

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1395
پاکستان کې د کيښتۍ د ډوبېدو له کبله لس تنه ورک شوي

د پاکستان د سند ايالت په لاړکانه کې يوه کښتۍ په سيند کې ډوبه شوې، چې له كبله يې لس تنه تري تم دي.
د سند ايالت ځايي چارواکي وايي، په کښتۍ کې دېرش کسان سپاره وو، چې شل يې له سينده ژوندي را ايستلي دي.
د دوى په خبره، ياد مسافر د مېلې په هدف روان وو، چې د سند ايالت سيند کې يې کښتۍ ډوبه شوه.
د شپې د تيارې له كبله په سيند کې د ورکو شويو کسانو د موندلو هڅې له ستونزو سره مخ شوې او نن سهار يو ځل بيا د ورکو کسانو لټون پيل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA