ads

لغمان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د کابل ـ جلال اباد په لويه لاره د ټرافيکې پېښې له کبله ۵ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1395
لغمان کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د کابل ـ جلال اباد په لويه لاره د ټرافيکې پېښې له کبله ۵ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ـ جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت اړوند د قرغيو په کاکڅ سيمه کې د دوه کرولا موټرو د ټکر له کبله يو تن وژل شوی او د دوو مېرمنو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
ځواک وايي، ټپيان اوس مهال د قرغيو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې روغتايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د کابل ــ جلال اباد پر لويه لاره ډېر کله د سړک تنګوالی او د موټر چلوونکو د بې پروايي له کبله ورته پېښې رامنځ ته کېږي، چې پرمهال يې لسګونه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA